IQNA

په پيرس كښې شيعه مسلمانان د حضرت امام حسين (ع) د شهادت د كليزې د څلویښتمې د وير او ماتم مراسم نمانځی.

23:34 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255809
بين المللی ډله: د شهيدانو د سيد او سالار د څلویښتمې يا اربعين مراسم سبا د فرانسې په پلازمينه پيرس ښار كښې ترسره كیږی.
د «fr-beytolzahra»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه مراسم به سبا په ځائی وخت مازیګر ٦ بجې د پيرس د «محبان الزهراء» نومی تنظيم په همت او د ايران د اسلامی جمهوريت د نمائندګيو او ارګانونو د يوشمير غړيو، په فرانسه كښې د مقيمو ايرانيانواو محصلينو په ګډون سره ترسره شی.
د ماښام او نماسخوتن د لمونځونو ترسره كول، د قرآن پاك د يوشمير آيتونو تلاوت، د دعای كميل لوستل، د كربلا د پیښې په هكله د شيعه علماو ويناوې او مرثیۍ وئيل او د امام حسين (ع) له پاره وير او ماتم كول په پيرس كښې د الزهراء (س) د مينه والو د تنظيم له برنامو څخه دی. 933306
captcha