IQNA

احمدی نژاد: د عالمو او مينه والو انسانانو څپه به د پانګوال نظام ټغر ټول كړی

0:00 - January 13, 2012
د خبر لمبر: 2256068
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد پرون مازدیګر د هاوانا تاريخی پوهنتون د استاذانو او محصيلينو په ستر ټول كې د دې خبرې په كولوسره چې انسان د پنځون خورا مهمه موضوع ده وويل له انسانه بل خورا مهم او لوړ موجود نه دی پنځول شوی ټول پنځون د انسان په خدمت كې دی او انسان بايد په زيار او هڅې سره نيكمرغۍ ته ورسیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې پانګوال نظام په عمل كې ماته خوړلې ده او په بيلابيلو كلتوری اقتصادی او سياسی ډګرونو كې بندون ته رسيدلی دی وويل البته ممكنه ده پانګوال نظام د خپلې لارې په آخر كې ځیږو اقداماتو ته لاس واچوی خو د پانګوال تفكر تاريخی عمر پای ته رسيدلی دی او د پوهو او مينه والو انسانانو څپه به ئې له نړۍ ډير زر ټغر ټول كړی.
ډاكټر احمدی نژاد دخپلې وينا په بلې برخې كې روښانه كړه نيكمرغۍ،سولې ،امينت ،احترام او انسانی كرامت ته رسيدل د تاريخ په اوږدو كې دټولو انسانانو هيله ده او نن سبا هم دټولو انسانانو د غوښتنو خلاصه هم انسانی كرامت او نيكمرغۍ ته رسيدل دی . هغه حقيقت چې انسان ته انسانی هوّيت ډالۍ كوی علم او پوهه ده ،علم مشال دی او انسان ته د پوهې اوپيژندګلوۍ قدرت ورپه برخه موی او هغه علم ډير ګټه ور دی چې د انسان او بشری ټولنې او دانسانی ارزښتونو په خدمت كې وی او هغه علم ګټه ور او ښه نشی بلل كيدلی چې د انسانی كرامت ، احترام ، او سرلوړۍ په ضد او د انسان د تباهۍ لپاره د ډول ډول وسلو دجوړولولپاره وكارول شی څو دانسان دنابودۍسبب شی.
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه په نړۍكې دټولو ناكراريواوتاريخی تيريواوجنګونو جرړه د بې عدالتۍ له امله ده .عدالت د تل پاتې سولې او امنيت ضامن دی البته بايد پام ولرل شی چې كله يو شميركسان د نړۍ شتمنې او قدرت په اختيار كې لری او په يواړخيز ډول ترې استفاده كوی،نو په داسې انداز سره د هغوی له خوا سولې او عدالت خبروكول بې معنا دی ځكه چې د قدرت او شتمنيو په ګرداؤ كې ډوب وی .
933467
captcha