د «pci-fi.aigtunisie»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كانفرنس به (د اسلامی مالی نظام او سيمه ايزه پراختيا او ترقی) په عنوان سره د صفاقس د اقتصادو او مديريت د كالج په همت ترسره شی.
په دغه كانفرنس كښې به د اسلامی مالی نظام د څانګې متخصصان، كارپوهان او محققان سره راغونډیږی او د اجتماعی فقر او محروميت د برطرفه كولو په موخه به د اسلامی مالی نظام څخه په استفادې سره د سيمې د پراختيا په هكله خبرې اترې وكړی.
په اسلامی مالی نظام كښې اقتصادی مسائل، اسلامی اقتصاد او اجتماعی او ټولنيز عدالت، په اسلامی مالی نظام كښې د خطر مديريت، د اسلامی مالياتو خلاقيت او اسلامی بيمه به په د غه كانفرنس كښې د بحث وړ اصلی محورونه او چورليزونه وی. 933464