د آيسسكو خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه سازمان په خپله بيانيه كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې د دغو عكسونو له خپرولو نه د صهيونسټی رژيم هدف د قدس شريف د يهودی كولو له پاره د خپلو پوځيانو چمتو كول دی څرګنده كړه: د صهيونيسټی رژيم د پوځ مذهبی چارواكی د پوځيانو ترمينځ د دغو تصويرونو په ويشلو سره اراده لری چې هغوی د جبل المعبد د جوړولو او د مسجدالاقصی په ويرانيو يا كنډرونو باندې د سلميان د موهوم معبد د جوړولو له پاره چمتو كوی.
د دغې بيانیۍ په دوام كښې راغلی دی: د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې د ورانولو او د مسجدالاقصی په وړاندې د جعلی معبد د جوړولو له پاره د يهودی خاخام د غوښتنې د تكراريدو نه پس د داشان تصويرونو خپريدل د قدس د يهودی كولو د جدی خطر بيانونكی دی. 933226