IQNA

23:59 - January 12, 2012
د خبر لمبر: 2256106

له قدس څخه د حمايت د نړيوال كانفرنس د جوړولو له پاره د شيخ الازهر او هنيه ترمينځ موافقه وشوه.

بين المللی ډله: د فلسطين د خلكو د منتخب حكومت وزيراعظم اسماعيل هنيه او شيخ الازهر احمد الطيب وړمه ورځ د مصر په پلازمينه قاهره كښې له قدس شريف څخه د ملاتړ د بين المللی كانفرنس د ترسره كولو له پاره موافقې ته سره ورسيدل.

د «CPI» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د شيخ الازهر سره د فلسطين د منتخب حكومت په ليدنه كتنه كښې دواړو خواوو د قدس شريف د يهودی كولو په لړ كښې د صهيونسټی رژيم د اقداماتو، په مسجدالاقصی او دينی مركزونو باندې د اسرائيلی پوځيانو د تيريو، د ملی پخلاينې او د مختلفو فلسطينی ډلو د موافقې په هكله بحث او خبرې اترې وكړې.
الطيب او هنيه په دغه ملاقات كښې همداراز د قدس شريف د وضعيت د څیړلو او د دغه ښار د يهودی كولو سره د مقابلې په موخه په قاهره كښې د يو بين المللی كانفرنس د ترسره كولو له پاره موافقې ته سره ورسيدل او څرګنده ئې كړه چې د دغه كانفرنس د ترسره كيدو وخت به ډير ژر اعلان كړی. 933206

captcha