د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له شام ورځپاڼې تشرين یې نقلوی چې د شام مفتی شيخ بدرالدين حسون په خپل خطاب كې وويل چې عربو اتحادیې خپل ټول پام د شام په حالاتو ته يو كړی دی او د عربی نړۍ ضروری او اهمې مسلی فلسطين څخه ليرې شوی ده.
ښاغلی شيخ بدرالدين حسون د عربو اتحادیې او د عربو خارجه وزيرانو په په خطاب سره وويل چې كله د اسراييلو لومړۍ وزير دا اعلان وكړ چې قدس شرېف د يهوديانو او د اسراييل پلازمينه ده نو تاسو دا خبره هډو ونه غندله او يو بيان مو هم پرې ورنكړ!
932598