د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د ايكواډور هيواد له ولسمشر رافايل كره سره په يوه ګډ خبری كانفرنس كښې د ايكواډور د ولسمشر پر ضد د امريكا د رسنيو تورونو ته په اشارې سره وويل امريكا په داسې كسانو پسې ده چې د هغې د ارادې تابع وی او د خپل ملت حقوق د هغوې په كنټرول كښې وركړی او له دې كبله هر څوك چې د خپل ملت په عزت او خپلواكۍ ټينګار كوی د سلطه ګرو له نظره رټلی دی.
د ايران ولسمشر ډاګينه كړه پخوانی استعمارګران نن سبا د وسلو په زور او په دروغجنو ادعاګانو سره نيت لری په دنيا خپله سلطه وروتپی او هڅه كوی چې ملتونو ته دخپلې ادعا وړ جمهوريت په بمونو، توغنديو او ټوپكو سره وركړی البته ښكاره ده چې دهغوې دغه پروګرام به هم دنورو پروګرامونو په شان له ماتی سره مخامخ شی .
ښاغلی احمدی نژاد په دې خبرې ټينګار سره چې لاتينی امريكا نور دامريكا دنفوذ ساحه نه ده دهغو خپلواكه ملتونو په ملاتړ كښې چې دمستكبرانو له ګواښ او دباو سره مخامخ دی ديوې واحدې جبهې دجوړيدا غوښتنه وكړه .
د ايكواډور هيواد ولسمشر رافايل هم د زيات غوښتونكو او استعمارګرو قدرتونو ددباونو دختمولو او دملتونو له حقوقو دملاتړ لپاره دګډې جبهې درامينځته كولو خبر وركړ او ویې ويل د خپلواكه ملتونو په تيره بيا د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد د سلطه ګرو له امپرياليسټی، استعماری او سياسی اقداماتو سره د مقابلې لپاره بايد يوه كوټلی جبهه جوړه شی.
د ايران ولسمشر لاتينی امريكا ته په خپل پړاويز سفر كښې پرون ايكواډور هيواد ته رسيدلی .
د ايران ولسمشر له دې وړاندې وينزويلا، نيكاراګوا او كيوبا هيوادونو ته سفرونه كړی او هلته یې ددغو هيوادونو له مشرانو سره كتنې او خبرې اترې كړی وې .
934314