IQNA

د قدس حمايت لپاره دې نړيوال كانفرنس راؤغوښتې شی: هنيه او د شيخ الازهر اتفاق

9:29 - January 14, 2012
د خبر لمبر: 2256442
نړيواله ډله: د فلسطين لومړۍ وزير او شيخ الازهر احمد الطيب د روانی ميلادی مياشتی په يولسمه نیټه په يوی كتنی كې په قاهرې كې د قدس نړيوال كانفرنس په راغوښتلو اتفاق وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس "CPI" یې نقلوی چې د فلسطين لومړۍ وزير ښاغلی اسماعيل هنيه د شيخ الازهر سره كتنې كې دواړو د قدس د يهودی كولو د اسراييلو اقدام، د اسراييلو پوځيانو لخوا د دينی مركزونو او په جوماتونو حملې او د فلسطين د مختلفو ډلو تر مينځ د اتحاد او يووالی راوستلو په اړه خبرې اترې وكړی.
اسماعيل هنيه په خبری ناستې كې وويل چې قومی يووالې او د فلسطين د مختلفو ډلو تر مينځ اتحاد كوششونه شروع دی خو مونږ هیڅ كله د فلسطينيانو د حقوقو غوښتنی څخه لاس نه اخلو.
933206
captcha