د إبا نومې عراقی خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې قافلې غړو د شعارونو په وركولو او د امام حسين (ع) د پاك حرم په لور په پياده تګ سره د اهل بيتو (ع) سره خپله مينه او عشق وښود.
اسلامی انيشمند او په عراق كښې د حسينی شعايرو د ژوندی كولو د برخې مسئول هاشم الموسوی دغه مطلب ته په اشارې سره ووئيل: د بهرنيو زيارت كونكو ځانګړې قاقله د ٦٠ مختلفو مليتونو له هغو كسانو نه جوړه شوې وه چې د امام حسين (ع) په چهلم يا څلویښتمې كښې ئې ګډون كړې وو.
دوی زياته كړه: دغه كسان د شعارونو په وركولو سره د كربلا په سړكونو باندې پياده د امام حسين (ع) پاكې روضې ته لاړل.
د وئيلو ده چې د كربلا ولايت دولتی سرچينو د زيارت كونكو شمير څه باندې ١٦ ميليون تنه اعلان كړ چې له هغو نه پنځه لاكه كسان په دغو مراسمو كښې د ګډون له پاره له بهرنيو هيوادونو څخه عراق ته تللی وو. 935088