د «lesoleil» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې په دغه پيغام كښې د اسلامی همكارۍ د سازمان د دوره ايز مشر په توګه د سينیګال ولسمشر ته په خطاب كښې راغلی دی: صهيونيسټی رژيم د غزې پر تړانګې او په نورو نيواكی ځمكو باندې په خپلو پوځی حملو كښې ډل وژونكې وسلې كارولې دی.
د دغه پيغام په دوام كښې څرګندونه شوې ده: په دغو حملو كښې بې ګناه ښځې او ماشومان په نښه شوی دی او ګڼ شمير جوماتونه او علمی او آموزشی مركزونه ويجاړ شوی او د غزې ډير اوسيدونكی بې كوره شوی دی.
په ډاكار كښې د فلسطين سفارتخانې په دينی او عبادتی ځايونو باندې د اسرائيلو د رژيم د حملو د يو ځل بيا غندلو په ترڅ كښې وليكل: د اسلامی همكارۍ د سازمان د دوره ايز مشر په توګه له سينیګاله او د افريقې له نورو اسلامی هيوادونو نه غواړو چې د فلسطين په بې دفاعو خلكو باندې د صهيونيسټی رژيم د تيريو په وړاندې سخت دریځ غوره كړی او د نورو نړيوالو سازمانونو او ارګانونو سره په همكارۍ سره دې د اسرائيلو د رژيم سره مقابله وكړی چې حتی د دينی ودانيو احترام هم نه كوی. 935039