د elnashra خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې ﻻ شيخ محمدتعقوب زوی علی يعقوب له ليبيا څخه د خپلې وروستۍ كتنې نه پس چې څو ورځې مخكښې ئې بڼه ونيوه اعلان وكړ: د ترلاسه شويو او وړاندې كړې شويو اطلاعاتو له مخې امام موسی صدر ليبيا ته په خپل سفر كښې د طرابلس د مركزی جومات سره نژدې د الزاويه سړك په غاړه مولای محمد نومی جومات كښې د معمر قذافی سره ليدنه كتنه وكړه.
علی يعقوب په دوام كښې زياته كړه: په دغه ملاقات كښې د امام موسی صدر او قذافی ترمينځ دينی شخړه رامينځته شوه او د ليبيا ډيكټاټور د دينی احكامو او مسائلو سپكاوی وكړ.
د شيخ محمد يعقوب زوی څرګنده كړه: دينی مسائلو ته د قذافی سپكاوی سبب شو څو امام موسی صدر د هغه په وړاندې دریځ ونيسی او د حق كلمه ووائی چې همدغې كار د ليبيا د پرزيدلی ډيكټاټور قهر راوپاروه. 931613