د «CPI»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير «اكملالدين احساناوغلو» د يوې بيانیۍ په خپرولو سره په لويدیځه غاړه كښې د ديراستيا نومی كلی په جومات باندې د صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو حمله او د دغې عبادتی ودانۍ په ديوالونو باندې د اسلامی ضدو او نژاد پالو شعارونو ليكل په كلكه وغندل.
دوی د دغې بيانیۍ په يوه برخه كښې ټينګار وكړ: د دغو ټولو تيريو او د هغو د پائيلو مسئول صهيونيسټی رژيم دی او د دغه رژيم چارواكی پكار دی د ښارګوټی ميشتو د اقداماتو ځواب ويونكی وی.
احسان اوغلو په دوام كښې زياته كړه: دغه اقدامات د فلسطين د خلكو او د اسلامی مقدسا پر خلاف د پلان شوې او خطرناكې ترهګرې نتيجه ده او دغه ډول فعاليتونه د اسرائيلو د رژيم د مشرانو له ملاتړ پرته بڼه نه نيسی. 934831