د news.fatakat خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د آل بيت (ع) اعلی جرګې په يو ليك كښې د مصر مفتی علی جمعه ته په خطاب كښې اعلان وكړ: ( ستاسو دې څرګندونو چې د مصر د هغه وخت واكمن مالك اشتر ته د حضرت امام علی (ع) ليك اوس په كار دی د مصر په اساسی قانون كښې د پام وړ وګرځی، وښودله چې تاسو د هيواد د خير او صلاح په لټه كښې ئې.
په دغه ليك كښې چې د مصر د آل بيتو (ع) د اعلی جرګې غړو لاسليك كړ، راغلی دی: سربيره پر دې چې په مصر كښې انقلاب راغلی دی خو د وهابی جريانونو پاتی كسان همهغه شان په دغه هيواد باندې تسلط لری او دغه ډله د اوسنۍ زمانې خوارج او د هيواد له پاره حقيقی خطر ګڼل كیږی، ځكه چې د خپلو ګټو د ترلاسه كولو له پاره هره شيبه يونوې شكل خپلوی.
د دغه رپورټ له مخې د مصر مفتی د تيرې جمعې د لمانځه په خطبو كښې اعلان كړې وو: د مصر واكمن مالك اشتر ته زمونږ د مولا حضرت امام علی (ع) ليك په كار دی د مصر په اساسی قانون كښې د پام وړ وګرځی، هغه ليك چې امام محمد عبده هم ورته له دې نه مخكښې اشاره كړې وه. 935974