د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پإڼه صوت العراق یې نقلوی چې د هنګرۍ د اهل بيت عليهم السلامو جمعيت د تيرو كلونو په شان سږكال هم د هنګری په پلازمينې بډاپسټ كې امام حسين عليه السلام د عزادارۍ بندوبست كړی ؤ.
د ويلو ده چې د عزادارۍ دا پروګرام د عراق سفير ښاغلی قاسم عسكر حسن په شتون كې تر سره شو هغه د دې جمعيت د روحانی او مالی مرستيال په توګه پيژندلی كیږی او ددې جمعيت په ټولو پروګرامونو كې ګډؤن كوی.
په دې پروګرام كی هم هغه خلك د عراق د خطرناكو حالاتو څخه اګاه كړل او دخلكو په يووالې يی ټينګار وكړ او ددې جمعيت شكريه یې ادا كړه او ټولو عزادارو لپاره یې دعا او بخښنه وغوښته.
936104