د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دينی حوزې او پوهنتون استاذ او د نويو رامينځته شويو معنوی غورځنګونو په باب د يو ٩ جلديز كتاب ليكونكی حجت الاسلام والمسلمين ډاكټر محمد تقی فعالی ( د كاذبو او دروغو عرفانونو د زيان پيژندنې) د غونډو د لړۍ په دريمه غونډه كښې چې د ايران د محصلينو د قرآنی فعاليتونو په سازمان كښې جوړه شوه، يولړ ويناوې وكړې.
فعالی په ننۍ نړۍ كښې د رائجو عرفانی فرقو نومونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: نن سبا په نړۍ كښې دغو فرقو ته مختلف نومونه وركړې شوی دی چې په هغو كښې ترټولو وړومبې او مشهور نوم (كالت) دی. هغه بله اصطلاح او ټكی چې د دغو فرقو لپاره استعمالیږی د نوی دور د غورځنګونو يا په لنډو ټكو كښې د نويو رامينځته شويو غورځنګونو په معنا د «New age movement»نوم دی.
د پوهنتون او دينی مدرسې دغه معلم په دوام كښې ووئيل: دغو فرقو ته د نوی دور د غورځنګونو د نوم وركولو وجه دا ده چې په دوی كښې زياتره د دويم نړيوال جنګ نه وروسته رامينځته شوی دی. د لويدیځ تاريخ ته په يوې كتنې سره چې له لرغونی يونان څخه د مسيح (ع) له ميلاد نه شپږ سوه كاله مخكښې پيل شوې او تر ننه پورې دوام لری چې تقريبا ٢٦٠٠ كاله جوړیږی، په خپله لويدیځو متفكرانو اعتراف كړی دی چې د لويدیځ ٢٦٠٠ كلنۍ ټوله مخينه يوې خوا ته او شلمه پیړۍ بلې خوا ته...
دغه محقق زياته كړه: لويدیځو متفكرانو بيا بيا اعلان كړې دی چې د لويدیځې نړۍ ټوله مخينه يوې خوا ته او د شلمې پیړۍ دويمه نيمائی چې وروستۍ شپږ لسيزې پكښې شاملیږی، بلې خوا ته. د شلمې پیړۍ د وړومبې او دويمې برخې حدفاصل، نړيوال جنګ دی چې په ١٩٤٦ كال كښې پائې ته ورسيد. دويم نړيوال جنګ د لويدیځ لپاره ګڼ شمير ښې او فوق العاده پائيلې درلودې.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې كه چيرې د علم د هرې څانګې مطالعه وشی نو وبه وينو چې په لويدیځې نړۍ كښې په هره څانګه او برخه كښې د علم وده او ترقی، د دويم نړيوال جنګ نه د مخكښنيو ٢٦٠٠ كلونو په اندازه ده، څرګنده ګړه: دغه فرقې هم زياتره د ٦٠ او ٧٠ لسيزو يعنې د دويم نړيوال جنګ نه وروسته رامينځته شوی دی نو ځكه ورته New age فرقې وئيل كیږی.
فعالی په دې بيان سره چې ( مجازی دينونه ) يوه بله اصطلاح ده چې د دغو فرقو لپاره استعمالیږی، ووئيل: وړومبې خو دغو فرقو ته د دين عنوان وركول كیږی، دويمه دا چې مجازی ورته وئيل كیږی، ځكه چې نن سبا په نړۍ كښې د دوی څه باندې ٧٠ فيصده فعاليتونه په مجازی فضا كښې بڼه نيسی. نن سبا مجازی فضا په نړۍ باندې بشپړ حكومت لری او خلك د مجازی نړۍ په لور روان دی.
دوی په دې ټكی باندې په تاكيد سره چې د پخوانی نسل په نسبت اوسنۍ نسل په زياته اندازه د مجازی فضا سيل كوی، څرګنده كړه: په دې وجه زمونږ په هيواد كښې ځوانان زياتره د دغه ډول فرقو او مسلكونو په دام كښې راګيریږی او په دې وجه هغه زيانونه چې د هيواد نوې او اوسنۍ نسل له دغو فرقو څخه وينی، د تيرو نسلونو سره هیڅكله د پرتلې وړ نه دی.
دوی يوې مهمې نتيجې ته په اشارې سره ووئيل: خطر سره زمونږ د اوسنی ځوان نسل د مخامخيدنې دليل دا دی چې ايران د نورو هيوادونو نه ډير متفاوت او بدل دی او له مختلفو اړخونو څخه يو استثنايی هيواد دی. 926003