IQNA

قدس شريف د مسلمان امت پلازمينه نومې انټرنیټی كمپين پيل شو

23:23 - January 19, 2012
د خبر لمبر: 2259803
بين المللی ډله: (قدس د مسلمان امت پايتخت) نومې كمپين د فيس بك په اجتماعی شبكه كښې خپل كار په رسمی توګه پيل كړ.
د «CPI»خبری سائیټ په حواله د ايرا ن د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د صهيونيسټی رژيم له خوا د يهودی ولس د پلازمينې په توګه د قدس شريف د اعلان د قانون د مسودې د څیړلو په غبرګون كښې د مسلمانو فعالانو يوې ډلې ( قدس شريف، په ٢٠١٢ كال كښې د مسلمان امت پلازمينه ) په عنوان سره خپل كمپين د فيس بك په انټرنیټی سائیټ كښې پيل كړ.
د دغې طرحې له جوړونكو څخه يوې كمیټې اعلان وكړ: په نيواكی ځمكو كښې په اسلامی ودانيو باندې د تجاوز او تاوتريخوالو او د قدس شريف د يهودی كولو د اوازو په زياتيدو سره د نړۍ مسلمانانو ته پكار دی چې د فلسطين د مقدساتو د حمايت له پاره يو واحد دریځ غوره كړی. 937304
captcha