IQNA

د كاناډا پوليسو د اسلامی ودانيو د سپكاوی كونكی كس ویډيو خپره كړه

23:23 - January 19, 2012
د خبر لمبر: 2259804
بين المللی ډله: د كاناډا پوليسو د روانې مرغومې د مياشتې په ٢٧ نیټه د هغه كس ویډيو خپره كړه چې دوه ځله ئې د ګاتينو نومی ښار په مسجد او اسلامی مركز باندې حمله كړې وه.
د «canoe»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د ګاتينو ښار پوليسو په دولتی ټيليويژنی چينل كښې د يو داسې كس ویډيو او عكسونه خپاره كړل چې د مسلمانانو پرخلاف د شعارونو د ليكلو او د دغه ښار د اسلامی مركز او جومات د سوزولو د كوشش په حال كښې دی.
د كاناډا پوليسو د دغو تصويرونو د خپرولو د دلائلو په اړه ووئيل: د هغه كس ویډيو چې د ګاتينو ښار د جومات په ديوالونو باندې د شعارونو د ليكلو په حال كښې دی د دغه اسلامی مركز په اطرافو كښې د امنيتی كيمرو په وسيله ريكارډ شوې ده خو په خواشينۍ سره د دغه كس د پيژندنې له پاره د امنيتی ځواكونو تحقيقات كومې نتيجې ته نه دی رسيدلی او په همدې وجه پوليسو فيصله وكړه چې په دې لړ كښې د ښاريزو نه همكاری او مرسته واخلی. 937324
captcha