IQNA

په سباون لسيزې كې په اسلامی ویښتيا كې د امام خمينی رح رول په عنوان سره كانفرنس تر سره كیږی

9:53 - January 20, 2012
د خبر لمبر: 2259858
نړيواله ډله: د سباون لسيزې انتظامی كمیټۍ مشر په يو خبری ناستې كې په لسو هيوادونو كې د "په اسلامی ویښتيا كې د امام خمينی رول" په عنوان سره سميه ايز كانفرنسونه ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی كلتوری او روابطو سازمان او د اسلامی انقلاب د سباون لسيزې د نړيوالې چارو څانګې مشر ښاغلی محمد باقرخرمشاد پرون د روانی ميلادی مياشتی جنورۍ په اتلسمی نیټی په يوې خبری ناستې كې د سباون لسيزې د پروګرامونو د تفصيلاتو په بيانولو سره وويل چې په دنيا كې راتلونكی هر يو انقلاب نه پس ماهران دا پوښتنه كوی چې بل انقلاب به په كوم هيواد كې راځی او همدارنګ د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب نه پس سياسی شننونكو په عراق كې دانقلاب د رامينځته كيدو وړاند وياند كړی ؤ.
هغه زياته كړه چې د سباون د لسيزې په مناسبت په هندوستان كې هم د اسلامی انقلاب او اسلامی ویښتيا تر عنوان سره كانفرنس تر سره كیږی.
937594
captcha