د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د لبنان د صور ښار د علماو د تنظيم رئيس شيخ علی ياسين څرګنده كړه: سيد حسن نصرالله په بعلبك ښار كښې په حسينی څلویښتمه كښې په خپلې وينا سره ثابته كړه چې د وطن او د لبنان د خلكو امين دی.
دوی زياته كړه: په لبنان كښې د ملګرو ملتو د سازمان لوئې مدير د امريكې او اسرائيلو په ژبه خبرې كولې په داسې حال كښې چې په غزه كښې ئې د اسرائيلو ترهګرانه اقدامات او د دغه رژيم له خوا د بين المللی قوانينو نقضول هير كړی وو.
د صور د علماو د انجمن مشر همداراز څرګنده كړه: د فلسطين ولس د مقاومت د وسلې پلوی دی ځكه چې د هغو د ځمكو يوه ستره برخه همهغه شان د اسرائيلو ترنيواك لاندې ده او په دې وسلې سره به وكړې شی د نيواكګرو په وړاندې مقاومت وكړی او خپل وطن آزاد كړی.
د وئيلو ده چې د حزب الله لوئې مدير په بعلبك ښار كښې د حسينی څلویښتمې په مراسمو كښې ټينګار كړې وو: مونږ همهغه شان په مقاومت باندې ملا تړو ځكه چې دغه وسله د ولس او پوځ ترڅنګ ولاړه ده او د ملی كرامت او عزت ضمانت وركونكې ده. 937317