IQNA

د نجف د طرحې د پروګرامونو پوشش يا كوريج، د اسلامی رسنيو جدی پاملرنې ته اړتيا لری

23:09 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260801
بين المللی ډله: كه څه هم اسلامی رسنۍ د نجف د طرحې له برنامو څخه غافلې نه دی خو د دغو برنامواو پروګرامونو په كوريج او خپرولو كښې ئې كمزوری عمل كړې دی او يوازې د ايران اسلامی جمهوريت د دغې طرحې فعاليتونو ته توجه كړې ده او هغه ئې په رسنيو كښې منعكسه كړې ده.
د عراق د فرهنګی او كلتوری چارو كارپوهې او د نجف اشرف د اسلامی علومو د مركز د محصلينو د چارو د عمومی روابطو مسئولې ابتسام حسن مهدی الخرسان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: ( نجف، په ٢٠١٢ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پايتخت ) نومې طرحه د سيمه ايزو او ولسی ارګانونو هراړخيزې همكارۍ ته اړتيا لری او د عراق ولس ته پكار دی چې دغه فرصت يو غنيمت وګڼی او همداراز دې په متحده توګه د نجف د ولايتی چارواكو سره همكاری وكړی څو دغه طرحه په كاميابۍ سره اجرا شی، سيمه ايزو او ځائی چارواكو ته هم پكار دی چې د دې طرحې د برنامو په سمې او دقيقې اجرا كښې په خپلو مسئوليتونو عمل وكړی او سستی او تنبلی دې پریږدی. 937473

captcha