د عراق د فرهنګی او كلتوری چارو كارپوهې او د نجف اشرف د اسلامی علومو د مركز د محصلينو د چارو د عمومی روابطو مسئولې ابتسام حسن مهدی الخرسان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: ( نجف، په ٢٠١٢ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پايتخت ) نومې طرحه د سيمه ايزو او ولسی ارګانونو هراړخيزې همكارۍ ته اړتيا لری او د عراق ولس ته پكار دی چې دغه فرصت يو غنيمت وګڼی او همداراز دې په متحده توګه د نجف د ولايتی چارواكو سره همكاری وكړی څو دغه طرحه په كاميابۍ سره اجرا شی، سيمه ايزو او ځائی چارواكو ته هم پكار دی چې د دې طرحې د برنامو په سمې او دقيقې اجرا كښې په خپلو مسئوليتونو عمل وكړی او سستی او تنبلی دې پریږدی. 937473