IQNA

23:09 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260802

د منامې په هوائی ډګر كښې د عراق له زيارتونو څخه د راستنو شويو زائرونو تفتيش

بين المللی ډله: د آل خليفه د رژيم ځواكونو د بحرين د شيعه مسلمانانو د حقوقو د نقضولو په دوام كښې د منامې په بين المللی هوائی ډګر كښې د عتبات عالياتو له زيارت كونكو څخه د يو ډلې نه تفتيش وكړ.

د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د بشری حقوقو تنظيم په دې هكله د يوې بيانیۍ په خپرولوسره اعلان وكړ: د آل خليفه ځواكونو د هغو بحرينی مسافرانو يوه ډله چې د عراق له زيارتونو څخه راستنه شوې وه، د حضرت امام حسين (ع) د تربت د خاورې د لرلو په پلمه د بحرين په بين المللی هوائی ډګر كښې ودروله او ورڅخه ئې تفتيش وكړ.
د دغې بيانیۍ له مخې له ٣٠ نه زيات بحرينی زيارت كونكی په ګنټو ګنټو د بحرين په هوائی اډه كښې ايسار كړې شول او د آل خليفه د رژيم ځواكونو په بد برخورد او چلن سره د هغوی انسانی كرامت نقض كړ او د هغوی سپكاوې ئې وكړ. 938936

captcha