د امارات چاپ د دارالخليج ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د امريكې (نړيوال تعامل) نومی فاؤنډيشن چې په امريكا او نړۍ كښې د تر ټولو سترو حقوقی سازمانونو نه جوړ شوې دی، نن ورځ، د مصری انقلابيانو سره د همبستګۍ او پيوستون په موخه د مصر له انقلاب څخه د حمايت نړيواله ورځ اعلان كړه.
د دغې امريكائی مؤسسې د غوښتنې او بلنې له مخې ټاكل شوې ده چې نن د مصر د انقلاب د كاميابۍ د يو كال د تيريدو نه پس د نيويارك، واشنګټن، بوسټن، شيكاګو، ډيلس، هيوسټن، ونكوور، ټورنټو، اتاوا، ميلبرن، سډنی، پيرس او روم په شمول د نړۍ په مختلفو برخو كښې د مصر د انقلابيانو د غوښتنو سره د همبستګۍ د اعلانولو لپاره مظاهرې ترسره شی.
په همدې لړ كښې د امريكې (انټر نيشنل اكشن سنټر) نومې مركز هم د يوې خبرتيا په خپرولو سره د ( التحرير ) چوك د انقلابيانو سره د پيوستون د اعلانولو په ترڅ كښې د نړۍ په نورو ښارونو كښې هم د مصر د انقلاب سره د همبستګۍ د مظاهرو د ترسره كولو غوښته وكړه.
په دې بيانيه كښې راغلی دی: د مصر خلكو د تير (٢٠١١) ميلادی كال په جنورۍ كښې د خپلو اساسی حقوقو او همداراز د څو لسيزو د رنځ او غلامۍ د زغملو نه پس د كرامت، آزادۍ او اجتماعی عدالت د عملی كيدو لپاره انقلاب ته لاس واچوه او په سوله ايزه توګه خپل ولسی انقلاب ته دوام وركوی.
دغه بيانيه همداراز وائی: د مصر ولس په خپل انقلاب سره د يو مدنی حكومت د جوړيدو او د حسنی مبارك د نظام د پرزيدو او ړنګيدو غوښتونكی شو خو نن د دغه انقلاب څخه د يو د كال تيريدو باوجود د مصر د خلكو غوښتنې نه دی پوره شوې او د دغه هيواد حالات ورځ په ورځ لا خرابیږی. 938876