د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د عربستان په لويدیځ كښې په پروت د مدينې منورې په مقدس ښار كښې پرون د دغه هيواد د دينی پوليسو په لاس د مسجدالنبی (ص) سره نژدې د جنت البقيع نومې مقبرې د حرمت د سپكاوی نه وروسته ګډ وډې او شخړه رامينځته شوه.
د رارسيدلو رپورټونو له مخې د بقيع مقبرې زيارت كونكی د عربستان د پوليسو له خوا د سپكاوی وړ وګرځيدل او د آل سعود پوليسو په لانجه جوړونكو او حساسيت راپارونكو جملو سره د هغوی سپكاوې وكړ.
د عربستان پوليسو چې د ټاكل شويو وختونو نه بهر دغه قبرستان ته ننوتی وو، په ډيرې ګستاخۍ او سپين سترګۍ سره د بقيع قبرستان سپكاوی وكړ.
د وئيلو ده چې بقيع مقبره، د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د پاكې او خوږې لور بی بی حضرت فاطمه (س)، د هغوی د بزګواره زوی حضرت امام حسن ابن علی (ع)، امام زين العابدين (ع)، امام محمد باقر (ع) او امام جعفر صادق (ع) په شان د پاكو امامانو او هم د پيغمبر اكرم (ص) د لس زرو صحابه و د دفن ځائې دی چې مسلمانان د دغو پاكو قبرونو د زيارت كولو مينه وال دی.
تندلارو وهابی ډلو د ١٣٤٤ هجری قمری كال د شوال د مياشتې په اتمه نیټه په بقيع مقبره كښې د پاكو امامانو (عليهم السلام) قبرونه د ځمكې سره سم كړل او دغه مقدسه او نورانی ځمكه ئې په يو ويران ځائې باندې بدله كړه. 938802