IQNA

په فرانسه كښې د يوبل اسلامی عبادتی مركز سپكاوی.

23:08 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260806
بين المللی ډله: نامعلومو كسانو پرون سهار وختی په «نانتر(Nanterre)» نومې ښار كښې په يوجومات باندې حمله وكړه او د دغه عبادتی ودانۍ په ديوالونو باندې ئې د مسلمانانو پرخلاف يو لړ نعرې او شعارونه وليكل.
د سفير نيوز خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د نانټر نومې ښار مسلمانو چارواكو اعلان وكړ چې پرون سهار كله چې نمونځ كونكی د سهار د نمونځ د ترسره كولو له پاره دغه جومات ته راغلل نو وئې ليدل چې د دغه جومات په ور او ديوالونو باندې اسلامی ضد شعارونه ليكل شوی دی او دغه شان ئې بې له ځنډه پوليسو ته د دې موضوع اطلاع وركړه.
د نانټر ښار ښاروال د يوې بيانیۍ په صادرولو سره دغه كار په كلكه وغنده او څرګنده ئې كړه: دغه نژاد پال اقدام په كلكه غندو او هيله من يو چې امنيتی ځواكونه به د دغه اقدام عوامل ژر تر ژره شناسائی كړی او وبه ئې نيسی.
د وئيلو ده چې په څو وروستيو مياشتو په تيره بيا د نوی كال په پيل كښې په فرانسه كښې په جوماتونو او اسلامی مركزونو باندې حملې ډيرې زياتې شوې دی او د دغو نژاد پرستانه اقداماتو باوجود د فرانسې حكومت تراوسه پورې په دې لړ كښې كوم د منلو وړ اقدام نه دی ترسره كړی. 938593
captcha