IQNA

اسلامی سازمانونه دې د قدس د مسئلې په نسبت د حساسيت د ختمولو مخه ونيسی.

16:34 - January 22, 2012
د خبر لمبر: 2260942
سياسی او اجتماعی ډله: په روسيه كښې د ايران كلتوری او فرهنګی سلاكار ټينګار وكړ: اسلامی سازمانونو ته اجازه نه دی وركول پكار چې صهيونيسټی رژيم د فلسطين او د يهوديانو لپاره د قدس شريف د پايتختۍ د مسئلې په وړاندې د مسلمانانو د حساسيت په كمولو كښې كامياب شی.
په روسيه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت فرهنګی سلاكار ابوذر ابراهيمی تركمان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې مطلب د بيانولو تر څنګ، د صهيونيسټی رژيم د پلازمينې په توګه د قدس شريف ښار د اعلانولو د لايحې مسوده د بين المللی قوانينو پرخلاف وبلله.
دوی په دې هكله څرګنده كړه: د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د پريكړه ليك په اساس قدس شريف ترنيواك لاندې ټاټوبې ګڼل كیږی چې د هغه په باب فيصله كول د نيواكګر قدرت په لاس كښې نه دی.
ابراهيمی تركمان په ١٩٤٨ او ١٩٦٧ كلونو كښې د صهيونيسټی رژيم په لاس د قدس د شرقی او غربی برخو د نيول كيدو تاريخچې ته په اشارې سره ووئيل: د اسرائيلو او يهودی ولس د پلازمينې په توګه د قدس د اعلانولو د قانون مسوده په بشپړه توګه د دغه ټاټوبی د يهودی كولو په لړ كښې مطرح شوې ده او يوه داسې طرحه ده چې د بين المللی اصولو سره هیڅ كله سمون نه خوری. 938793

captcha