IQNA

د اسلام پالو په مشرۍ د مصر د پارليمان وړومبنۍ غونډه ترسره شوه

23:12 - January 23, 2012
د خبر لمبر: 2261643
د مصر د پارليمان وړومبنۍ غونډه د دغه هيواد په انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كاميابۍ نه پس نن په قاهره كښې ترسره شوه.
د محيط خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر نوی پارليمان نن د دغه هيواد د پرزيدلی ډيكټیټر حسنی مبارك له څنګته كيدو او د مصر په پارليمانی انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كاميابۍ نه پس نن په خپله وړومبنۍ غونډه ترسره كړه.
د دغه هيواد د اخوان المسلمين سياسی څانګې يعنی د ( آزادۍ او عدالت ) ګوند د مصر په تاريخ كښې په وړومبی ځل ٧٥ فيصده پارليمانی څوكۍ په خپل نوم كړې.
د دغه رپورټ له مخې د مصر د ځوانانو غورځنګونو اعلان وكړ چې د پارليمان د ننۍ غونډې د ترسره كيدو په وخت به په خپلو انقلابی ارمانونو او د جنورۍ د ٢٥ د انقلاب د شهيدانو د وينې په نه هيريدو باندې د ټينګار لپاره چې د مبارك د پرزيدو سبب شو، د پارليمان د ودانۍ مخې ته تجمع وكړی. 939700

captcha