IQNA

د مصر شيعه مسلمانانو د پيغمبر اكرم (ص) د رحلت كليزه ونمانځله

23:12 - January 23, 2012
د خبر لمبر: 2261644
بين المللی ډله: د مصر شيعه مسلمانانو پرون د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د وفات د كليزې سره په يو وخت د قاهرې ښار په امام حسين (ع) نومی مسجد كښې د وير او ماتم مراسم ترسره كړل.
د محيط د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا) د رپورټ له مخې د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د رحلت د كليزې مراسم د مصر د شيعه مسلمانانو او د اهل بيتو (ع) د مينه والو په كورونو كښې هم ترسره شول او د اهل بيتو(ع) د نړيوال تنظيم غړی سيدطاهر الهاشمی په دغو مراسمو كښې وينا وكړه.
سيدطاهرالهاشمی د نبی اكرم (ص) د شخصيت د څرګندو ځانګړتياو په بيانولو سره تاكيد وكړ: د شيعه مسلمانانو او د اهل بيتو (ع) د مينه والو په شتون سره د داشان غونډو او مراسمو جوړول هغو كسانو ته ډير ښه ځواب دی چې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د څيرې د خرابولو لپاره د خرافاتو د دواردولو كوشش كوی.
د دغو مراسمو ويناوالو همداراز د مسلمانانو تر مينځ د وحدت په اهميت، له جدائۍ نه په ليری والی او د اسلامی امت ترمينځ د وحدت د محور په توګه د اسلام د پاك پيغمبر (ص) په ياد ساتلو باند ټينګار وكړ. 939647

captcha