د «ami»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د موريتانيه ولسمشر پرون د دغه هيواد په پلازمينه نواكشوط كښې د ( اصلاحی تفكر او له تريخجن ګفتار څخه ليرې توب ) نومی بين المللی كانفرنس په افتتاحيه مراسمو كښې د خشونت او افراط ګروهنې سره د مقابلې په ضرورت باندې په ټينګار سره ووئيل: په داسې حال كښې چې ځينی تندلاری كسان چې د اسلام له واقعی تعاليمو څخه ليرې شوی دی، خشونت او تاوتريخوالی ته لاس اچوی، نو د مسلمانو علماو دنده دا ده چې د دغه شان كسانو سره مقابله وكړی او خلكو ته د رښتنی اسلام په معرفی كولو سره د دغو ناسمو افكارو د ترويجيدو مخه ونيسی.
دوی زياته كړه: اسلام د سولې، آرامښت او د سوله ايز او پرامنه ژوند كولو دين دی او د مسلمانونو ټولو ډلو ته پكار دی چې هڅه وكړی په پراخ مشاركت او همكارۍ سره دغه ارزښتونه په ټولنه كښې پلی كړی.
دوی ټينګار وكړ: په دې لړ كښې ترټولو مهم رول د مسلمانو علماو په غاړه دی، عالمان پكار دی د افراط ګروهنې سره په مقابله كښې د دولت سره مرسته وكړی او اجازه ورنكړی چې د هيواد جوماتونه او دينی مركزونه د تاوتريخوالی د رواجولو او تبليغولو لپاره استعمال شی. 939649