IQNA

په قطيف كې د پيغمبر اكرم ﷺ د رحلت په مناسبت عزادارۍ ترسره شوه

20:13 - January 24, 2012
د خبر لمبر: 2261779
نړيواله ډله : د سعودی عرب په قطيف ښار كې د پيغمبر اكرم ﷺ د رحلت په مناسبت ددې ښار شيعه مسلمانانو عزادارۍ او د غم مجلسونه ترسره كړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له راصد خبری اژانس یې نقلوی چې د قطيف ښار د شيعه مسلمانانو د جلوس په شكل كې عزادارۍ تر سره كړه او په دې جلوس كې د اهلبيتو په زرګونو مينه والو ګډؤن وكړ چې پكښې ښځې او ماشومان هم شامل وو له مختلفو سيمو جلوسونه راووتل او د قطيف ښار د مركزی روډ باندې راټول شول او پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله سره یې د مينې څرګندونه وكړه .
ډيرو ويرجنو تورې جامې اغوستلی وې او همدارنګ په دې ښار كې د دكانونو او تجارتی مركزونو د بنديدو اعلان شوی ؤ.
يادونه كوو چې دې وير جنو د قطيف ښار د شهيدانو چې تيره اوونۍ شهيد شوی وو د قاتلانو د نيولو غوښتنه هم وكړه.
939818
captcha