IQNA

"شيعه ځواب وركوی" نومې كتاب په نائيجيريا كې خپور شو

20:13 - January 24, 2012
د خبر لمبر: 2261781
ټولنيزه ډله: د ښاغلی رضا حسينی نسب ليكلې كتاب "شيعه ځواب وركوی" په ناييجيريا كې د اسلامی جمهوريت ايران د كلتوری ادارې لخوا په ناييجيريا كې چاپ او خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور ا روابطو سازمان یې نقلوی چې د ښاغلی رضا حسينی نسب ليكلې كتاب "شيعه ځواب وركوی" كې مختلف ډلو شبهې او د هغو ځوابونه دی هغه شبهې او پوښتنې د مختلفو كسانو د شيعه مسلمانانو پر ضد مطرح كړې وې او دا كتاب د شپږديرش پوښتنو ته ځوابونو په شكل كې دی چې دا ځوابونه یې د قران پاك له ايتونو او د مختلفو روايتونو او سره د بهترين استدلال او تشريح سره بيان كړی دی.
دا كتاب یې د نايجيريا د مسلمانانو بيا په تيره د شيعه مسلمانانو په غوښتنه د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری ادارې لخوا چاپ كړ.
ددې كتاب يوه ځانګرنه دا ده چې ډير په ساده ژبې منطقی استدلال او روايتونو سره بيان شوی دی چې عام خلك هم ورباندې پوره پوره پوهیږی.
د ويلو ده چې دا كتاب په پشتو ژبه كې هم ښاغلی عبدالرحيم درانی صيب ترجمه كړی دی.
939038
captcha