IQNA

د حضرت امام رضا عليه السلام د شهادت د كليزې په مناسبت تاسو ته تسلیّت وړاندې كوو

20:14 - January 24, 2012
د خبر لمبر: 2261785
د امام د زيارت انتظاميه استازې: د حضرت امام علی ابن موسی الرّضا عليه السلام دوجود مشال په داسې كوركې روښانه شو چې د كورنۍ پلار،د خدای پاك پرهيزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی كاظم عليه السلام اومور بی بی ئې يوه پاكه او مكرمه بی بی نجمه وه . نجمه خاتون د مراكش يوه ډيره پوهه او شريفه ميرمن وه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن سبا د حضرت امام رضا عليه السلام سپیڅلی حرم ډيره ولوله او پرتم لری ،د امام بزرګوارد شهادت د كليزې په مناست د بيلابيلوميلیّتونواو كلتورونوپه لسګونوزره زيارتوال په دغه پاك او روحانی ځای كې غونډ شوی، څو د پيغمبر اكرم او د هغه بزرګوار له اهل بيت عليهم السلام سره خپله مينه اوعشق نندارې ته وړاندې كړی.
له هرې خوا د قرآن پآك د تلاؤت ، دعا او لمونځ ځوږ ترغوږو كیږی .د عاشقانوا و زيارتوالو دغه ټول د امام رضا عليه السلام د شهادت په ورځ دهغه بزرګوار په سپیڅلی حرم كې غونډ شوی دی څو په اوښكو سره له خپلو زړونو زنګ پاك كړی او په دغه پاك ځای كې خپل روح او باطن ته تاند والی وبخښی. زړونه غمجن دی خو د امام رضا په پاك حرم كې د شتون شوق او ولوله نه بيانيدونكې ده.
نن د اهل بيت د مينه والو لپاره يو فرصت دی څو د دغو لويانو له آئیډيالونو سره يو ځل بيا بيعت تازه كړی. مونږ هم د امام رضا عليه السلام د شهادت د كليزې په مناسبت تاسو ټولو مينه والو ته د زړه له كومې تسليت وايو او د هغه بزرګوار د بركت ناك ژوند په باب درسره غږیږونو راسره ملهّ ووسئ
امام رضا عليه السلام د پيغمبر اكرم يو پآك اهل بيت دی چې د امامت په منصب ئې خلكو ته د قرآن او عترت معارف ورزده كول. د هغه بزرګوارعلم ، صبر ، شجاعت میړانه، عبادت او پرهيزګاری او په يوه كلام كې د هغوی ملكوتی شخصيت تر دې حده ؤچې دهغوی په وخت كې هيچا د امام بزرګوار دبركتناك شتون په علمی او معنوی مقام كې هیڅ شك نه كاوه او هغه مهال دوی آل محمد صلی ا.... عليه وآله وسلم په عالم مشهور شو .
د حضرت امام رضاعليه السلام په دوران كې اسلامی نړۍ د جغرافيائی پراختيااو اقتصادی ودې اوهم علمی پلوه ډيرزيات پرمختګونه كړی وو. په عين حال كې په دغه دوران كې هماغه راز د عباسی حكومت ظلم او كړاؤ دوام درلود. دامام رضاعليه السلام د امامت پړاؤ له درو عباسی خليفه ګانو يعنی هارون ،امين اومامون له حكومتونو سره په يوه وخت ؤ چې مامون د خلافت په اړه دهغه بزرګوارد امامت وروستی پنځه كلونه د هباسی خليفه ديوه مكار ،دوكه باز خليفه مامون د واكنۍ سره يوځای ؤ. هغه دخپل ورور امين له وژلې وروسته قدرت ترلاسه كړ او دخپل وزير فضل بن سهل له هوښيارتيا څخه په استفادې سره ئې هڅه وكړه دخپل حكومت بنسټونه پياوړی كړی . په همدې باب مامون امام رضا عليه السلام ته د ولی عهدۍوړانديز وكړ څود پيغمبر اكرم د اهل بيت عليهم السلام د مينه والو نظرځان ته جلب كړی او خپل حكومت ته د امام رضا د ولايت عهدۍ په سبب رواوالی وركړی .البته هغه په يوه خاص ظرافت سره هڅه وكړه څوداسې وښئ چې په دغه اقدام سره په نیّت كې خالص دی او د حضرت امام رضا امامت او له هغه سره مينې ته د اعتقاد له پلوه ئې دغه كار كړی دی .
مامون د هغه اعتراض په وړاندې چې د عباسی حكومت د پلويانو له خوا د امام رضا د ولايت عهدۍ په خاطر په هغه وشول . يو لړ مطلبونه بيان كړل چې له دغه اقدامه د هغه موخې روښانوی . مامون وويل ، دغه كس (امام رضا) له مونږه خپل كارونه پټ كړی او خلك خپل امامت ته بولی . پردې اساس د هغه په ولی عهدۍ سره به خلك دمونږ خدمت ته وبولی او زمونږپه خلافت او سلطنت به اعتراف وكړی اوله دې سره به ئې دوستان هم پوه شی چې دغه چاره (خلافت ) له هغه سره نه بلكې له مونږ سره ښائی .پردې اساس د مامون له نظره كه امام رضا دهغه ولی عهدی ومنی ، نو حتما ئې د بنی عباسو خلافت ومانهّ او دا ټكی د هغوی لپاره لوی امتياز ګڼل كيدهّ ،بل ټكی داؤ چې مامون فكر كاوهّ ، د مامون دولايت عهدۍ په منلو سره د امام منزلت او مقام كمیږی . ظاهرا دمامون مكر او دوكه له هرنظره بشپړ او حساب شوې وه ، خو امام رضا عليه السلام ددغې دسيسې په مقابل كې څه عكس العمل وښودهّ ؟
ددغې د سيسې په وړاندې د حضرت امام رضا عليه السلام لومړنی غبرګون دمامون د حكومت مركز مرؤته له تللو ډډه كول وو ،تر دې چې د مامون مامورانو امام بزګوار په اجباری ډول بوتلّلو .د لوی عالم شيخ صدوق په ليكل شوی كتاب ؛عيون اخبار الرضا :كې نقل شوی دی . امام بزګوار له خپل نيكه بزرګوار حضرت محمد مصطفی (ص) سره د خدآی په آمانۍ لپاره د هغه بزرګوار حر م ته ورغی .څو ځله حرم ته ورغی او ترې راووتّه اوبيرته ورغی او په لوړ غږ سره وژړيدهّ . له دې وروسته ئې د كورنۍ غړی راغونډ كړل او له هغوی سره ئې خدآی په آمانی وكړه او ورته ئې وفرمائل :،. زه به بيا تاسو ته بيرته راونه ګرځم ؛.
بل مهم ټكی دا چې امام بزرګوار له ځان سره د كورنۍ يو غړی هم بونه تلو .دغو ټولو وردونو بې شكه هغه كسان چې امام بزرګوار ئې په ښه ډول پيژنهّ په تيره بيا شيعيان چې له امام رضا عليه السلام سره ئې نيغ په نيغه ارتباط درلود،متوجه كول چې امام په اجباری ډول دغه سفر منلی دی
په ورپسې مرحلې كې امام بزرګوار هڅه وكړه څوپه ولايت عهدۍ د هغه په منصوبولوكې د مامون اقدام د خلافت په چارې كې د اهل بيت عليهم السلام د حق د پيژندګلوۍ لپاره د يو ه عمل په توګه وښئی .ځكه تر هغه وخته د عباسی اواموی خليفه ګانوددغو بزرګوارانو دامامت او خلافت حق نه ؤ منلی .دمامون اقدام په ښه ډول توانيدهّ څودمخيكينوخليفه ګانو د ليدتوګو باطليدا وښئ .
امام رضا عليه السلام په يوه هوښيار اقدام كې په هغې خطبې كې چې دخپلې ولايت عهدۍ له تثبيتيدا مخكې ئې ولوسته ،شرط وړاندې كړ چې كه ولايت عهدی ومنی ،نو په سياسی او روانو چارو كې به هیڅ ډول ګوتې نه وهی ، نه به څوګ ګماری او نه به له خپل مقامه څوك ليرې كوی . رسم او روده به هماغه شان وی او يوازې مشورې به ورسره كیږی . په بله وينا هغه بزرګوار به دمامون په جابرانه حكومت كې هیڅ لاسوهنه نه كوی څو دهغه ظالمانه او غير اسلامی اقدامات د هغه (امام )په نامه ونه ليكل شی او خلك خيال ونه كړی چې امام رضا عليه السلام د عباسی خلافت تائيدوی .
مامون مرو ته د امام بزرګوار له وروستلووروسته د بيلابيلو عالمانو په شتون سره ډيرې علمی غونډې اومناظرې جوړولې . له دغو علمی مناظرو او غونډو جوړولو څخه دمامون موخه له علم سره ددوستۍ تظاهر ؤ . هغه دغو علمی غونډو ته دامام بزرګوار په مجبورولو سره د امام رضا عليه السلام د علمی قدرت تر اغيز لاندې راوستل وو.خو د هغه بزرګوار لوړو علمی مرتبو او سوئې د مامون لپاره يو لړ ستونزې راولاړې كړې . شيخ صدوق په دې باب وائی ، مامون د هرې فرقې د لوړې سوئې پوهان اومتفكران دامام بزرګوارپه مقابل كې درول څو د هغه بزرګوار حجت ( دامامت دليل) دهغوی په وسيله بې باوره كړی او دا دامام او د هغه بزګوار له ټولنيز او علمی منزلت سره د هغه د حسد او كينې ښودنه كوی .خو له هغوييو كس هم له امام بزرګوار سره نشو مخامخيدلی . له دې پرته چې د هغه له فضل او علمه اغيز من كيدهّ او هغه حجت ته چې د امام له خوا د هغه په ضد اقامه كيدهّ ، د امام بزرګوار دامامت دلايلو ته تسليميدهّ. كله مامون متوجه شوچې ،چې ددغه ډول مناظرو جوړيدا يوازې د امام رضا عليه السلام د علمی مقام د لاروښانيدا سبب كیږی ، نوخطره یې احساس كړه او امام بزرګوار ئې نور زيات محدودكړ .
حضرت امام رضا عليه السلام دهغو مسئلو په بيانولو كې چې حق ئې ګڼلې ، له مامونه هیڅ ويره نه درلوده . په ډيرو موردونو كې ئې په ډاګه دمامون پر كارونو نيوكې كولې . په هغو كې يوه دا چې كله هغه په غير اسلامی هيوادونو كې په پوځی پرمختګ بوخت ؤ ، نو مامون ته ئې په خطاب كې داسې وفرمايل:، ولې د حضرت محمد مصطفی (ص) دامت په فكر كې نه ئې ، او د هغوی اصلاح ته مخه نه كوې :.؟ دغه تذكرات او يادونې د مامون د غوسې او دامام بزرګوار په نسبت دهغه د كينې او دښمنۍ دز ياتيدا سبب شوې .پر دې اساس مامون پوه شو چې مرو ته ئې د امام په ورروستو سره دخپلې خوښې نتيجې ترلاسه نه كړائ شوې او كه حالات همدغه شان دوام ومومی ،نو دهغه لپاره به نه جبرانيدونكی تاوانونه په ځان پسې ولری .
مامون چې دخپل خلافت دساتنې په لاره كې ئې د نورو له وژلو او كړولو هیڅ ډول ډډه نه كوله ، دې ځل ئې هم د خپل خلافت او قدرت د ساتلو په خاطر د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد(ص) ديوه پاك لمسی له شهيدولو هم ډډه ونه كړه ،او په دې توګه ئې حضرت امام علی ابن موسی رضا عليه السلام هم د خپلونيكونو په شان ئې له ظلم او ستم سره دمبارزې او دحق ويلو په لاره كې شهيد كړ ،البته امام بزرګوار هم د خپلو نيكونو په څير د مامون د جابرانه او ظالم حكومت سره د ملګرتياله ذلته ډك پیټی وړلو ته تسليم نه شو . او دحق او عدالت داجرا كولو لپاره ئې خپل ځان قربان كړ
د حضرت امام رضا عليه السلام د شهادت دكليزې په مناسبت يوځل بيا په تسليت وئيلو سره د هغه بزرګوار په يوه اززښمن قول سره خپل دا پروګرام هم پای ته رسوو .حضرت امام رضا عليه السلام فرمائی :،
داسې نه چې دآل محمد صلی الله عليه وآله وسلم په دوستۍ په تكیې سره نيك عملونه پریږدئ او داسې نه چې په صالحو عملونو په تكیې سره د آل محمد (ص) دوستی پریږدئ ، ځكه په دغودواړو كې په يوازې ځان يو هم نشی منل كيدلی
940164

captcha