IQNA

په عراق كښې د ملی پخلاينۍ كانفرنس ترسره كیږی

22:26 - January 25, 2012
د خبر لمبر: 2262417
بين المللی ډله: د ٢٠١١ كال د دسمبر په ١٨ نیټه له عراقه د امريكائی ځواكونو وتنې د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو پرخلاف د حملو يوه پلان شوې لړۍ په ځان پسې لرلې ده چې د هغې په هكله مختلفې ګونګوسې اوريدل كیږی.
د عراق د نويو بدلولونو د جرړه موندلو لپاره پكار دی د بعثی ګوند او د صدام حسين د پخوانيو يارانو په بيوروكریټيك جوړښت كښې يو جنايت كار د عربی نړۍ په نامه تحقيق او پلټنې وكړی خو هغه مسئله چې كيدې شی له ذهنونو نه ليرې وی، د عراقی ناآراميو د پردې ترشا د اسرائيلو د رژيم او د نړيوال صهيونزم شتون دی.
د تيرې چارشنبې په ورځ دوه بيلا بيلو چاودنو د عراق د شمال د موصل شيعه ميشت ښار ولړزوه چې له امله ئې ١٤ تنه ووژل شول. د دغو عملياتو وژل شوی كسان شيعه مسلمانان وو.
داسې ښكاری هغه ډرامه چې په عراق كښې د حكومت مخالفې ډلې ئې تعقيبوی د امنيت د خرابولو او د دولت د كمزوری كولو لپاره ده چې د هغو يوه بهرنې او څرګنده نښه په دغه هيواد كښې په زياته اندازه بم ایښودنه ده. 940553
captcha