IQNA

د نړۍ په كچه (له قدس څخه حمايت) په نامه د وړومبنيو رسندوی مظاهرو ترسره كيدل

22:26 - January 25, 2012
د خبر لمبر: 2262418
بين المللی ډله: ( د قدس حمايت ) په نامه وړومبی رسندوی تظاهرات به د كب يا حوت د مياشتې په ١٢ نیټه د جمعې په ورځ د نړۍ د ټولو عربی سپوږمكيزو چينلونو له خوا د برنامې په نيغ په نيغه خپريدو سره تر سره شی.
د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا ) د رپورټ له مخې: د دغو مظاهرو ترسره كونكې اتحادیۍ د يوې بيانیۍ په خپرولو سره اعلان وكړ: دغه رسندوی مظاهرې به ( د قدس په خاطر رسندوی وحدت او ملی وحدت) په شعار او د قدس شريف سره د همبستګۍ د اعلانولو په هدف سره ترسره شی.
د عربو توليدونكو د اتحادیۍ رئيس ابراهيم ابو ذكری د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: دغه مظاهرې به د قدس شريف د ملاتړ د اعلانولو لپاره د راروانې كب د مياشتې په ١٢ د ټولو عربی سپوږمكيزو چينلونو له خوا جوړې شی.
دوی زياته كړه: دغه ستر اقدام د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې د حمايت او د دغه مقدس ځائې او د هغه د اوسيدونكو سره د پيوستون د اعلانولو لپاره يو قدم دی. 940634

captcha