IQNA

د داووس په اقتصادی غونډه كښې د مصر د انقلاب لاسته راوړنې بيانیږی

0:04 - January 27, 2012
د خبر لمبر: 2262697
بين المللی ډله: د مصر د دارالافتاء استازی د سوئټزرلينډ په داووس ښار كښې د اقتصاد د نړيوالې ټولنې په كلينۍ غونډه كښې چې د روانې سلواغې د مياشتې له پنځمې نیټې نه ئې خپل كار پيل كړې دی، حاضرينو ته د مصر د ولسی انقلاب لاسته راوړنې بيانوی.
د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ټاكل شوې ده چې د مصر د مفتی سلاكار ابراهيم نجم د مصر د دارالافتاء يا د فتوو د مركز په استازيتوب د خپل هيواد د انقلاب لاسته راوړنې د دغه ولسی خوزښت د يوكال له تيريدو نه پس د ( داووس ) په اقتصادی اجلاس كښې بيانوی.
ابراهيم نجم به همداراز په نړۍ كښې د دينونو او فرهنګونو يا كلتورونو ترمينځ د تعامل د پياوړتيا په لړ كښې د مصر د دارالافتاء د كوششونو يو رپورټ هم په دغه غونډه كښې وړاندې كړی.
د داووس غونډه به د روانې مياشتې تر ٩ نیټې پورې دوام ولری او په دې غونډه كښې په ننۍ نړۍ په تيره بيا د مينځنی ختیځ په سيمه كښې د نويو بدلولونو د څیړلو په موخه سياسی، تبليغاتی او اقتصادی مشران سره راغونډ شوی دی. 940738

captcha