( د قرآن په لور يو ور ) نومی كتاب ليكوال د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د خپل دغه كتاب د ليكلو اهدافو ته په اشارې سره ووئيل: د ايران د اسلامی انقلاب نه تر مخكښې وختونو پورې په ايران كښې د زياترو حقيقت لټونكو ځوانانو لپاره چې غوښتل ئې پوه شی چې قرآن د كومو مطالبو او موضوعاتو په اړه خبرې كړې دی، ډير لږ قرآنونه موجود وو چې ستړې كونكې او غيرقابل فهم معنې او ترجمې پكښې موجودې وې، او كله چې د تعليم د دوام او د كاری ماموريتونو په دليل له هيواده بهر وم نو د مسلمانانو او غير مسلمانانو لخوا به همدغو پوښتنو او ابهاماتو سره مخامخيدم چې سوال به ئې كوه ( ستاسو قرآن د كومو موضوعاتو په هكله بحث كړی او ستاسو مسلمانانو د دين احكامات او ممنوعات څه دی؟)
دوی ( د قرآن په لور يوه دروازه ) نومی كتاب ليكلو او چاپولو ته په اشارې سره څرګنده كړه: د دغه كتاب د ليكلو طرحه تقريبا لس كاله مخكښې د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د سازمان د يو مسئول په وړانديز پلان شوه او د قرآن كريم د آيتونو په معانو باندې د پوهيدو په ضرورت باندې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د بيا بيا ټينګار نتيجه ده. 940574