IQNA

د اسلامی بيدارۍ ماهيت او راتلونكی د لندن په نړيوال كانفرنس كښې جاجول كیږی

0:03 - January 27, 2012
د خبر لمبر: 2262702
بين المللی ډله: د اسلامی بيدارۍ ماهيت او راتلونكی به د ( اسلامی بيداری ) په نامه د لندن په نړيوال كانفرنس كښې چې د بريطانیۍ د اسلامی مركز په همت ترسره كیږی وجاجول شی.
د «ic-el»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: په دغه كانفرنس كښې چې د لندن د اهل بيتو (ع) د تنظيم په همكارۍ سره به ترسره شی، د اسلامی بيدارۍ د راتلونكی، د اسلامی بيدارۍ د ماهيت، رسنۍ او اسلامی بيداری، په اسلامی بيدارۍ كښې د فلسطين د رول، د وحدت مفهوم او اهميت، د مسلمانو ټولنو د ماډرن جوړولو د ضرورت، د سرمايه دارۍ پرزيدل، افراط ګروهنه او د اقليتونو د حقوقو او د لويدیځوالو په لاس د منځنی ختیځ د استثمار په شان يو لړ موضوعګانې و څیړلې شی.
دغه كانفرنس د وحدت په اونۍ كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د ميلاد او د ايران د اسلامی انقلاب د بريالتوب د كليزې سره په يو وخت ترسره كیږی او د پوهانو، شناندو، جرنلسټانو او د دغې څانګې د فعالانو د سره راغونډيدو لپاره به يو ډګر وی چې په نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ په هكله خپل نظريات او مقالې وړاندې كړی.
د يادولو ده چې د اسلامی بيدارۍ بين المللی كانفرنس به د روان كال د روانې سلواغې د مياشتې په ٢٣ نیټه په لندن كښې د انګلستان په اسلامی مركز كښې جوړ شی. 940551

captcha