د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله سيد احمد خاتمی د ايران پر ضد د اروپای اتحادیې د تيلی بايكاټ په غندلو سره ټينګار وكړ اروپايانو په دغه اقدام سره په حقيقت كې ځان بايكاټ كړې دې او اصلی تاوان كونكی اروپای ښاريز دی.
حضرت ايت الله خاتمی پر دې په ټينګار سره چې په وروستيو كلونو كې د ايران ایټمی پرمختګو نه د لويدیځ د بايكاټونو له امله نتيجې ته رسيدلی دی، وويل د اسلامی ايران د غليمانو له دباونو سره سره ، ايران اوس يو ایټمی هيواد دې.
ايت الله سيد احمد خاتمی هم دا راز دې ته په اشارې سره چې ايران د تيلو په خرڅولو كې كومه ستونزه نلری، زياته كړه اروپايان د ايران د تيلو په بايكاټ سره د ايران اقتصاد ته ګوزار نشی وركولې ، ځكه چې اروپا د ايران د تيلو له اتلسو فيصدو كمه اخيستونكی ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د خپلو ويناو په بلې برخې كې د ايران د تيلو د بايكاټ په بڼه كې د اروپا د تيلو د تامينولو په اړه په عربستان او د دغه هيواد د مسولانو په خبرو په نيوكې سره وويل سعودی واكمنان د دغه ډول سياستونو په دوام سره يوازې د خپلې نسكوريدا د بهير د چټكتيا لاره برابروی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی شورا د ورپیښو انتخاباتو او د دغو انتخاباتو د كم رنګه كولو لپاره د غليمانو دسيسو ته په اشارې سره وويل د ايران مسلمان او تل په ډګر كې اولس به په دغو انتخاباتو كې په پراخ شتون سره د تيرو وختونو په شان د اسلامی نظام او انقلاب پر ضد د غليمانو دسيسې شنډې كړی.
ايت الله خاتمی هم دا راز په بحرين كې د ال خليفه رژيم د جنايتونو په غندلو سره له بحرينی ځوانانو وغوښتل چې د دغه رژيم د له مينځه وړلو په خاطر د مقاومت په دوام سره خپل انقلاب ته دوام وركړی، ځكه چې برياليتوب نږدې دې.
ايت الله خاتمی هم دا راز د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې نږدې كيدا ته په اشارې سره جوته كړه ، د ايران اولس د تيرو كلونو په څير د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په لاريون كې په پراخ ګډون سره يو ځل بيا د اسلامی انقلاب له ایډيالونو سره خپل كلك ملاتړ اعلانوی.
941369