IQNA

د نجف ولايتی شوری د نجف په طرحه كښې د ځنډ مسوليت قبول نه كړ

22:28 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263624
بين المللی ډله: د نجف ولايتی شوری د ( نجف، په ٢٠١٢ ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) نومې طرحې پورې په اړوندو برنامو كښې د هیڅ ډول ځنډ او سستې مسئوليت قبول نكړ.
د aliraqnet نومی خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نجف ولايتی شوری اعلان وكړ: دغه شوری يوه څارونكې او د قانون جوړونې موسسه ګڼله كیږی او د نجف د طرحې په برنامو كښې د هیڅ ډول سستۍ او د ځنډ د راتلو مسئوليت د دغه ارګان په غاړه نه دی.
دغې شورا ټينګار وكړ: د نجف د طرحې د اجرا كيدو په لاره كښې يولړ خنډونه او ستونزې شته خو د دغو خنډونو د برطرف كولو لپاره كار نه كیږی.
د رارسيدلو رپورټونو له مخې له دې نه مخكښې د عراق د وزيراعظمۍ دفتر ته يوې نژدې سرچينې اعلان كړی وو چې د نجف ولايتی شورا، ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ د فرهنګی پلازمينې ) د طرحې د اجراء كولو تونمنی نه لری او د دغې طرحې پروګرامونه به په درې مياشتې ځنډ سره پيلیږی. 941928

captcha