IQNA

22:28 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263625

د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو د مسلمانو ميرمنو كانفرنس ترسره شو

بين المللی ډله: د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو د مسلمانو ميرمنو كانفرنس پرون په انډونيشيا كښې د جنوبی ولايت سوماترا په مركز پالم بانګ ښار كښې ترسره شو.

د اماراتو د (WAM)خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه يوورځنې كانفرنس د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو د اتحادیۍ د غونډې په دوام كښې چې د روانې سلواغې د مياشتې په ٤ نیټه پيل شوه، ترسره شو.
په دغه كانفرنس كښې په اسلامی هيوادونو كښې د ولسواكۍ د پياوړتيا او پراختيا په چلن كښې د ميرمنو د رول لوړول، د اسلامی اجتماعی سازمانونو رول، په اسلام كښې د ښځو حقوق او د فلسطينی مسلمانو ښځو او ماشومانو د كړاونو او رنځونو د كمولو او د ستونزو د حلولو لپاره د مسلمانو ميرمنو توانمنۍ د څیړنې وړ وګرځيدې. 941776
captcha