د بحرين د (bna) نومی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه قرآنونه د ( يوميليون قرآنونه، افريقې ته د بحرين د خلكو ډالۍ ) په نامه د يوې طرحې په چوكاټ كښې او د افريقې د خلكو لپاره د ولسی مرستو له لارې لیږل كیږی.
د بحرين خلك او داخلی او خارجی موسسې د دغې طرحې په اجرا كولو كښې همكاری كوی او خپلې مالی مرستې د مسئولانو په واك كښې وركوی.
د بحرين مسلمانو علماو د افريقې لپاره د يوميليون قرآنونو د راغونډولو د طرحې هركلې كړی او د دغه هيواد يو عالم شيخ فيصل الغرير په دغه طرحه كښې د بحرين د خلكو د پراخ ګډون غوښتنه كړې ده. 941758