IQNA

په مراكش كښې د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو اومه دوره پائې ته ورسيده

22:27 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263628
بين المللی ډله: د ( ملك محمد شپږم ) په نامه د قرآن كريم د حفظ، ترتيل، تجويد او تفسير د نړيوالو مقابلو اومه دوره پرون د مراكش د داراليضاء ښار په الحسن الثانی نومی جومات كښې پائې ته ورسيدې.
د almaghribia د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې دغه مقابلې د روانې سلواغې د مياشتې په ٥ د چارشنبې په ورځ د حضرت محمدمصطفی (ص) د نيكمرغه ميلاد د نمانځنې په چوكاټ كښې د مراكش د اسلامی امورو او اوقافو د وزارت په همت او له مراكش او د نړۍ له نورو هيوادونو څخه د ٤١ مقابله كونكو په ګډون سره پيل شوې وې.
د تجويد په څانګه كښې له مختلفو هيوادونو څخه ٢٣ قاريانو په سياليو كښې ونډه واخسته چې په پائې كښې ئې درې تنه د ګټونكو كسانو په توګه غوره شول او همداراز ١٩ تنو هم د دغو مقابلو د حفظ په برخه كښې ګډون وكړ چې له دغو حافظانو څخه هم دريوتنو غوره مقام ترلاسه كړ. 941616
captcha