IQNA

د ٢٠١٥ كال په انتخاباتو كښې د ګډون لپاره د هالينډ د اسلامی ګوند د چمتووالی اعلان

22:27 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263632
بين المللی ډله: د هالينډ اسلامی ګوند اعلان وكړ چې د دغه هيواد د ٢٠١٥ كال په پارليمانی انتخاباتو كښې به ګډون وكړی.
د «Forbes»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری سائیټ د رپورټ له مخې: د هالينډ د مسلمانانو ګوند د يوې بيانیۍ په خپرولو سره د دغه هيواد په پارليمانی انتخاباتو كښې د ګډون لپاره د خپل چمتووالی د اعلان په ترڅ كښې د دغه سياسی ګوند د نوی پمفلټ د خپرولو او د خپلو ليدتوګو او اهدافو د بيانولو خبر وركړ.
د دغه ګوند د بيانیۍ په يوه برخه كښې څرګندونه شوې ده: د مختلفو ښاريزو پرخلاف د نژادی تبعيض سره مقابله، د بيان د آزادۍ او د بشری حقوقو د مفهوم سره د سم تفكر بيانول، د دينونو په مقدساتو باندې د هرډول حملې سره مقابله، د قانون په وړاندې د ښځو او سړيو برابری او د اسرائيلو د رژيم د حمايت ردول له هغو مواردو څخه دی چې د دغه ګوند په نوې اساسنامه كښې ئې خيال ساتلې شوې دی.
د دغې بيانیۍ په يوه بله برخه كښې راغلی دی: ټول مسلمانان او غيرمسلمان ښاريز كوې شی د دغه ګوند غړيتوب ترلاسه كړی او د هالينډ په پارليمان كښې د مسلمان اقليتی نمايندګانو په توګه دې د مسلمانانو د ګوند د ليدتوګو دفاع وكړی. 939821

captcha