IQNA

د پاكستان د نابينا قرآنی حافظ سيره څیړله كیږی

22:26 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263633
بين المللی ډله: د قرآن كريم د نابينا حافظ سيره په بحرين كښې د پاكستان د سفارتخانې په همكارۍ او د امريكې او كاناډا د اسلامی فرهنګی او آموزشی تحقيقاتو د مركز په همت په بحرين كښې په يو كانفرنس كښې څیړله كیږی.
د «iecrcna»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كانفرنس د روانې سلواغې د مياشتې په ١٥ نیټه د بحرين د هنرونو په مركز كښې جوړيدونكې دی.
په دغه كانفرنس كښې به د يو محنتی عالم په توګه د پاكستانی نابينا عالم پروفيسر «محمد عبدالله قدری» ژوند وجاجول شی.
«محمد عبدالله قدری» چې پيدايشی نابينا دی په ډير زيات كوشش او هڅې سره ئې وكړې شول د قرآن كريم د حفظ كولو په ترڅ كښې د اسلامی او عربی مطالعاتو په څانګه كښې خپل تعليم د ماسټر ډګرۍ ته ورسوی او په سياسی علومو كښې PHD وكړی.
قدری د عربۍ او اردو ژبو نه علاوه په انګريزۍ او فارسۍ ژبه هم مسلط دی او له ١٩٨٤ څخه په تدريس كولو بوخت دی. 939660
captcha