د «chretiente»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: كارډينال توران د ( اسلام او فرانسې د روابطو ملی تنظيم ) ته د يو ليك په لیږلو سره په دې بيان سره چې په ننۍ نړۍ كښې جغرافيائی او فكری سرحدونه له منځه تللی دی، ووئيل: په داسې نړۍ كښې چې ټول سرحدونه او پولې ختمې شوې دی او د مختلفو نسلونو او تفكراتو لرونكی انسانان د يوبل ترڅنګ اوسی، لازمه ده چې دينی چارواكی د دينونو ترمينځ خبرو اتروته له مخكې نه زياته پاملرنه وكړی.
دوی زياته كړه: د دينونو ترمينځ خبرې اترې د انسانی ټولنې لپاره بې بديله خزانه ده او خلكو ته پكار دی چې د دغه امانت په ښه توګه حفاظت وكړی.
د وئيلو ده چې د اسلام ا و فرانسه اړيكې نومی تنظيم غونډه هر دوه كاله پس د فرانسې په پلازمينه پيرس كښې ترسره كیږی. د دغې غونډې د سږكال موضوعګانې دی ( نن سبا په فرانسه كښې د مسلمانانو او مسيحيانو اړيكې ) او ( مسلمانان د فرانسې په رسنيو كښې ). 941835