IQNA

18:58 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264360
نړيواله ډله: د اسلامی ویښتيا او ځوانانو لومړنی نړيوال كانفرنس نن ايران ولسمشر احمدی نژاد ، د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې د مشر علی اكبر ولايتی، د اسلامی نړۍ د يو شمير متفكرينو او د ايران او نورو هيوادونو د څه د پاسه ۱۲۰۰ ځوانانو په شتون سره، په په تهران كې پيل شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی علی اكبر ولا يتی، د عراق له پخوانی لومړی وزير ابراهيم جعفری او د فلسطين د جهاد منشی رمضان عبدالله د دې كنفرانس په پرانيستا مراسمو كې ويناوې وكړې.
د دې كنفرانس سريزه غونډه د ۶۰۰ ايرانی ځوانانو، په ايران كې بهرنی محصلينو په شتون سره تيره چهارشنبه په تهران كې ترسره شوه.
د اسلامی و یښتيا لومړنۍ غونډه هم د ۲۰۱۱ كال د سپتامبر په ۱۷ او ۱۸ نیټه، د نړۍ د ۸۰ هيوادونو د متفكرينو په شتون سره په تهران كې ترسره شوه.
942475
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: