د egynews نومی خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د بيت المقدس لپاره د نړيوال لاريون د بين المللی مركزی كمیټې وړومبۍ ناسته وه چې د لبنان د پخوانی وزيراعظم سليم الحص په څارنې او د نړۍ له اوو براعظمونو څخه د ٣٥ نړيوالو شخصيتونو په ګډون سره جوړه شوه.
د لبنان پخوانی وزيراعظم د بيروت په غونډه كښې په يولړ ويناو كښې ټينګار وكړ: د داشان ناستو جوړول يو مهم او د پام وړ حركت دی چې په فلسطين او قدس كښې د صهيونيسټو نيواكګرو د زياته غوښتنې سره د مقابلې لپاره د نړۍ د پتيالانو او اتلانو اراده او هوډ كلكوی. 942756