د «trouvetamosquee»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نيويارك ښار په شمالی برخه كښې د برانكس (Bronx) نومې سيمې مسلمانانو د (الايمان ) نومی جومات يوه برخه يهوديانو ته بيله كړه چې د ( شبات ) په ورځ په دغه ځائې كښې عبادت وكړې شی.
له دې نه مخكښې به د دغې سيمې يهوديانو د الايمان نومی جومت د امام د كار په دفتر كښې خپل عبادتونه ترسره كول خو د مسلمانو نمونځ كونكو په كوشش سره په دغه اسلامی عبادی ځائې كښې يوه بيله كوټه جوړه كړې شوه او د حضرت موسی (ع) منونكی، مسجد ته له راتلو او د مسلمانانو سره د ليدنې نه پس دغې كوټې ته ورځی او عبادت كوی. 942397