IQNA

په موريتانيه كښې ( مسلمان ځوانان او د بدلون ارمان ته ګروهنه ) نومې نړيوال كانفرنس ترسره كيدونكې دی

22:55 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264446
بين المللی ډله: ( مسلمان ځوانان، د بدلون ارمان ته ګروهنه او د هدايت او ارشاد شرائط ) نومې بين المللی علمی سيمينار د اسلامی علومو، فرهنګ او تربيت د سازمان (آيسسكو) په همت د روانې سلواغې د مياشتې په ١٢ د مراكش په نواكشوت كښې پيلیږی.
د مصر چاپ (اليوم السابع) ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه سيمينار د موريتانیۍ د اسلامی او كلتوری تنظيم په همكارۍ سره ترسره كیږی او تر دريو ورځو پورې به دوام ولری.
آيسسكو نومی اسلامی سازمان د يوې بيانیۍ په صادرولو سره په عربی او غير عربی هيوادونو كښې د ځوانانو اوخلكو د غورځنګونو د رول ښودل، د عربو ولسونو په ګټه له دغو غورځنګونو څخه د ګټه پورته كونې له پاره د مناسبو لارو چارو موندل او د بدلون او هدايت ترمينځ د غږملتيا د ضرورت په اړه د آګاهۍ او پوهې پياوړتيا د دغه كانفرنس اهداف اعلان كړل.
د نواكشوت په كانفرنس كښې ګډون كونكی به د ( بدلون د رامينځته كولو لپاره د ځوانانو او خلكو د غورځنګ)، ( په دغو غورځنګونو كښې د انحراف او ګډوډی د رامينځته كيدو د خطر) او د خوانانو او خلكو د خورځنګونو د پس منظر او د هغو د هدايت د لارو چارو ) په شان چورليزونه وڅیړی. 941845

captcha