IQNA

په مراكش كې د قران نړيوالو مقابلو اووم پړاو پای ته ورسيد

18:17 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2264631
نړيواله ډله: د قران پاك د تفسير، حفظ، ترتيل او تجويد د "بادشاہ محمد ششم جايزہ" عنوان سره د قران نړيوالو مقابلو اووم پړاو د روانی مياشتی جنورۍ په اووه ويشتم نیټې د مراكش په دار البيضاء ښار په الحسن الثانی جومات كې پای ته ورسيد.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له almaghribia ويب پاڼې یې نقلوی چې د مراكش د اوقافو او اسلامی چارو وزارت په كوششونو سره دا مقابلی د جنورۍ په پينځه ويشتمه نیټې په مراكش او يو څلویښت نورو هيوادونو كې پيل شوی وې.
د ويلو ده چې ددې مقابلو په قرائت څانګه كې دری ويشت كسانو يو بل سره مقابله وكړه چې پكښې درې كسانو ښه پوزيشن تر لاسه كړ او همدارنګ په حفظ برخې كې هم نولس كسانو برخه واخسته چې پكښې درې قاريانو او حافظانو بريا شول.
941616
captcha